انصار: (د وږی ۱۱ مه)، په جرمني کې خبری سرچینو وایی چې د دغه هیواد حکومت افغانستان ته د ۲۸ تنو له لېږلو وروسته په برلین کې د افغانستان سفارت او په بُن کې قونسلګرۍ ته تر راتلونکې اوونۍ پورې وخت ورکړی چې یا له طالبانو سره تعامل وکړي او یا هم دغه ماموریتونه بند کړي.
د دغو سرچینو په وینا، د دې فشارونو هدف دا دی چې د هغو افغان کډوالو د ایستلو لپاره لاره هواره کړي چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې جرمني د جمعې په ورځ په کابل کې د طالبانو له واک ته له رسېدو وروسته په لومړی ځل د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ او ۲۸ جنایتکار افغان کډوال یې له لیپزګ هوایي ډګر څخه په یوه الوتکه کې کابل ته ولېږل.
ځینو خبري رسنیو ویلي چې دا کسان لومړی قطر اوبیا کابل ته لېږل شوي دي.
د جرمني حکومت په غیر مستقیم ډول له طالبانو سره د قطر په منځګړتوب د دغو افغانانو د ایستلو لپاره خبرې کړې وې.
د سرچینو په وینا، طالبانو ټول ۲۸ شړل شوي افغانان، چې په جرمني کې په بېلابېلو جرمونو نیول شوي وو، کابل ته له رسیدو وروسته نیولي دي.
ویل شوي چې طالبان به دا کسان محاکمه کړي او که مجرم وپیژندل شي، هغوی ته به د قانون له مخې سزا ورکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33244